Fandom

شعرونه

گرېجوېټ او اېجوکېټ ته

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ګرېجوېټ او اېجوکېټ شوې اوس دې څوک په دنيا سيال دی

که څه علم دی خو ستا دی ، که څه خيال دی خو ستاخيال دی

د يوروپ تهذيب پخپله خودکشي کوي لګيا دی

اې غافله ګرېجوېټه ! هېر دې قول داقبال دی؟

ګويا يوسې پونبه مانه بياپه ماېې بهاپلورې

دا چې ماته پرې کړې زده کړه زما علم زمامال دی

لکه نه ووبيابه نه وي ، دا يو وخت دی پرې راغلئ

ابتداېې ده اوس تېره ، د رنګ ساعت ته ېې دنبال دی

د حکمت د درياب کب شوې چې پتلون دې اختيارکړ!

داژوندون نه دی څپې دي ، دا لباس مه ګڼه جال دی

هېټ دې ځکه د مشرق نه هسې رنګه هېټ پيدا کړ

چې سجده ممکنه نه ده ، خيال درب دې هم محال دی

دګوئټې او شکسپيئرپه قدم قدم روانه !

راشه لاردکاظم واخله هم حميدشته هم خوشحال دی

خبر نه ېې چې تقليددی ، وظيفه د جاهلانو؟

چې په غيرو پسې درومې دا فنا ده دازوال دی

چې روش ښايي پښتون ته ، د ډاروين وايه چې ولې؟

خوئ بېزجوړراوتلئ ، د پخوا نه ستاپه فال دی

اې نامرده خوله دې خپله په پردۍ ژبه خبرې!

ستادحال به څنګه رنګ وي هسې رنګ دې چې دقال دی

دمشرق مېړونه لاړل ، مشرق هاغسې مشرق دی

که ښاغلي راپيداشول ، د مشرق بياهغه حال دی

مشرق ځای دلمرخاته دی ، مغرب ځای دپرېوتودی

په مشرق کې دزړه نورشته ، په مغرب دتياروجال دی

په مشرق که زوال راغئ ، خو مغرب ېې پسخورده خوري

چې پيدا شي له زواله ، دا زوال دی که کمال دی ؟

دمغرب په ائينه کې دپرېوتي مشرق عکس دی

دا چې دئ پرې حيران مست دی ، دا همه پردئ جمال دی

کړه وړه خپل او پردئ حسن ، د کالبوت د نظام اورشي

د ظاهر دلفرېبي ېې ، د لوګي پرېشانه ټال دی

غلبه دماديت ېې ، له يو رنځه سېوا نه ده

دا چې ډک او معمورښکاري، ضرورت ېې دقيفال دی

ستاچې هاغه تهذيب خوښ شو، څه غلام د‌‌ذهنييت دی

که څه وخت دداسې تېرکړو، دفناداحتمال دی

وجودي تشخصات چې ، کوم يوقام ساتلئ نه شي

په قانون کې دقدرت ېې دابې کاره ژوندمحال دی

هاغه هم مسلمانان وو و چې مغرب ېې حاجتمند وو

اوس هم شته خو هغه نه دي چې ېې غيروته ېې سوال دی

که په لار د محمد(ص) شوې ، په مشرب دحيدر(رض) لاړې

بياهم هغه ورځې شپې دي، هغه لمرهغه هلال دی

شه مسلم د زړه له صدقه ، هم رڼا شته هم اذان شته

دب دبه داسلام شته دی ، هم سلمان (رض) شته هم بلال (رض) دی

ددنيا په دې ميدان کې لاشهيدشه لا غازي شه

پاتې مه شه په دې منځ کې چې بقا لره قتال دی

چې ډيګرۍ درڅخه وروره د اسلام د مکتب نشته

ستاژوندون دقام دپاره ، يووبال دی يووبال دی


پېښور 1946

Also on Fandom

Random Wiki