ويکي شعرونه
Advertisement

ګل دی بهتر له ځان بهتر نلري

د لاس آرا غېر له ساغر نلري

بعضی وخت وينم خوشالي د درياب

چې همېش دا صدف ګوهر نلري

په ګلستان کې غنيمت ګڼه وخت

بلې هفتې ته ګل ثمر نلري

د عاشق خواست ګوره د مينې لارکې

بې له ژړا نه بل هنر نلري

که د معشوق په کور څوک سر درون کړي

عجائب لار ده مګر سر نلري

که څوک همدرس د محبت د درس شي

ناياب د عشق علم دفتر نلري

په مېخانه کې چې څوک می خوري همېش

ښکلا د مخ ئې هېڅ زېور نلري

شېخه راپاڅه مېخانې لورې ځه

هسې شراب ګوره کوثر نلري

هسې لعل ګوره په زرين جام کې دي

که ئې بيخي چاته هېڅ زر نلري

ساقي شراب ته بې خماره راکړه

هغه چې ماته درد د سر نلري

د خدای په نوم چې تن مې هسې بت دی

چې بتخانه کې ئې آذر نلري

د زړه له کومې د سلطان بنده يم

په ما نظر که د چاکر نلري

که د سارا شعر ته غلط وايي څوک

هغه هم مينه په ګوهر نلري

وېشنيزه:نجيبه سارا بياباني

Advertisement