عقل ترېنه ږيرې وخـوړ
خېـټې ترې ايمان وخوړ
ګــوره په وربشوکـــې
خـــره لال د بـدخشان وخوړ
ګــوړه يې نه خـــــرڅېږې
خوارلاله د غمه ځان وخوړ
قبــــــض شـــــو دآ صيب
ډېرې هنـــدوستان وخوړ
ځارشـــــم د ليډر کولمو
خېټه يې د ښــکلولوده
چا مهار چا اوښ وخوړ
او ده واړه کاروان وخوړ
کوڼ ملا شهــيد دې
په مـــزار يې ډيوه بله کړه
مړۍ وؤکم شوې خوار
د لـــــــــوږې نه قرآن وخړ
ځه د ليوني د مـــرض
خـــــــوشې دارو مــه کوه
غم د مرګ غــورځنګ د زړه
ستـــــرګــــــو د جانان وخوړ
وېشنيزه:خان عبدالغني خان