زما څوك نه شته بې له دې چې همېش دى يادوم
هر څه چې غواړمه اشنانو ځكه خداى يادوم
ښامار زمونږ دوطن دغه خزانې پسې دى
هغه زمونږ د يو كېدلوسپين غمى يادوم
ماته خو ګرانه دې كې ډېرو،ډېرو حال ويلى
ظالم بادشاه ته به د كوم،كوم يو زړګى يادوم
دا به وي هم د چا زړګى چې شيندل شوى دلته
هادغره بيخ كې دا پارچه،پارچه ځلمى يادوم
نظيره نن راته يو ښلكي غوږ كې ورو وويل
چې زه دې ښكلو سره هر مازديګرى يادوم
۱۱-۲-۲۰۰۸
وېشنيزه:نظیرالحق قریشي