FANDOM


څو سيپارې ذکرکومه دخپل يار مخې ته
که مې ککره شي راځوړنده د دار مخې ته

د سوز نغمو که د سندرو جامې واغوستلې
دور خو وناڅي آدم ته دستار مخې ته

ساقي د مېو کنډولو نه دې شنه نه لري
جانان مې ګرځي سترګو خمار خمار مخې ته

د مينې لمونځ ادا کوي ورته يې غسل وکړ
ښاپيرئ لاممبي شنو اوبو کې د چنار مخې ته

نن دې با ڼه توري په لاس داسې کاږه ولاړ دي
لکه راتاو شي له کعبې نه تورکفار مخې ته

که پس له مرګه د ” تړون “ په قبر راغلې اشنا
ددعا لپه دې کړه جګه د مزار مخې ته

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki