Fandom

شعرونه

یو ګل ته خطاب

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ګلـه تا نه که شــوم هېر ګلـونه ګورم
ستــا په یاد کې بلا ډېر ګلــونه ګورم
موسمـونو ستا رنګـونه دې غلا کړي
په هر لوري ستا په څېر ګلونه ګورم
د کابل د مېلمنـــو نرګسـو وار دی
تــه وا تل به د کستېر ګلونه ګورم
د ګلونو بغـدادۍ سیپـــارې لولم
شـد په پېښ په زور په زېر ګلونه ګورم
چې شملو ته تلی شي پښې په اغزو ږدی
شي پښتانه له سره تېر ګلونه ګورم
چې ګلپـوش مې کړي د ژوند د شهیــد قبر
پسرلو سره بې شمېر ګلـونه ګورم
نه چې تل به د ګلاب جامـونه څښمـه
تږې زړه ته د ګنـډېر ګلونه ګورم
د غاټـولو لاروي را ټــولومـه
مست کاروان یمه چا پېر ګلونه ګورم

Also on Fandom

Random Wiki