FANDOM


ته صاحب د تخت او تاج يې يا رسوله
خداى بللى تر معراج يې يا رسوله
خپل عاشق سره دې راز او نياز دى کړى
پوه د مينې په مزاج يې يا رسوله
                                            
يا رسوله ته زمونږه رهنما يې
په دنيا او آخرت زمونږ پېشوا يې
په دنيا کې چې دا څه پېغمبران دي
يا رسوله ته د واړو مقتدا يې

په معنى کې پيدا شوى اولين يې
خو راغلى دې دنيا ته آخرين يې
خداى ښکاره کړه خدايي دا ستا لپاره
تانه ځار شم څومره ښکلى بهترين يې

ليکل شوى چې په لوح نوم دې الله دى
ورسره بل محمد رسول الله دى
قلم ستا په نوم مين شو زړه يې وچ
ود
وايي خدايه دا مقام د کوم آقا دى
نازل شوى دى قرآن په محمد(ص)
هم ورکړى دى خداى مهر نبوت
ستا سينه خو مدرسه د هدايت ده
يا رسوله ډک يې ټول له محبت
           
                              * * * *
امېد وار يمه په در د کردګار
كه پېر زو كړې په نظير د يار ديدار
تا بللى ؤ خاونده لامکان ته
ته يې ماته کړه په خوب دلته اظهار
٢٠٠٣/١١/١

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki